د پاکستان د بلوچستان ایالت د شیراني ولسوالۍ اړوند د دانه‌سر په سیمه کي یو مسافر وړونکی بس يوې درې ته لوېدلی

د پاکستان د بلوچستان ایالت د شیراني ولسوالۍ اړوند د دانه‌سر په سیمه کي یو مسافر وړونکی بس يوې درې ته لوېدلی، چي له امله ئې ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۸ نور ټپیان سوي دي.
ځايي چارواکي وایي، په بس کي ۴۸ مسافر سپاره وو. د پېښي له رامنځته کېدو وروسته ژغورونکو ډلو، امنیتي ځواکونو او روغتیايي کارکوونکو د ژغورني عملیات پیل کړي دي.