سي‌ اين اين په خپل تازه راپور کي ویلي

سي‌ اين اين په خپل تازه راپور کي ویلي، د ایران د وژل سوي مذهبي مشر علي خامنه‌يي د جنازې له پاره د جولای څلورمه (د چنګاښ ۱۳مه) ټاکل سوې، چي د امریکا د خپلواکۍ له ورځي سره برابره ده.
د راپور له مخي، دا نېټه ښايي قصدي سمبولیک پیغام ولري، ځکه سږ کال امریکا د خپلي خپلواکۍ ۲۵۰مه کلیزه لمانځي او ټاکل سوې د امریکا ولسمشر هم په همدې ورځ وینا وکړي.
راپور زیاتوي، د خامنه‌يي جنازه د محرم په میاشت کي ترسره کېږي، چي مذهبي اهمیت هم لري. سي‌اين‌اين دا دواړه مناسبتونه د مراسمو د وخت له ټاکني سره تړلي سمبولیک عوامل بللي دي.