د لغمان ولایت د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د کابل – جلال اباد پر لويه لاره په لغمان ولايت کي د سيند اوبو ته يو موټر لوېدلی، چي له امله ئې ۴ کسان وژل سوي او اته نور ټپيان دي.
خبرپاڼه ليکي، چي په دغه پېښه کي ۱۰ کسان لا هم د سيند په اوبو کي نادرکه سوي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي په دغه موټر کي د پاکستان څخه تازه راغلي افغان کډوال ناست وو، چی ياده پېښه رامنځ ته سوې.