د افغانستان له پاره د امریکا د بیارغوني د ځانګړي تفتیش ادارې (سیګار) په یوه تازه راپور کي راغلي چي د ط..البانو له بیا واکمنېدو وروسته، امریکا د افغانستان سره ۳.۸ میلیارډه ډالر مرسته کړې ده.
په راپور کي ویل سوي چي یوازي د ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کي، د امریکا له خوا افغانستان سره د ۱۲۰ میلیون ډالر مرسته سوې وه.
سیګار زیاتوي چي دغه مرستي د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او نړۍوال بانک له لاري افغانستان ته رسېدلي دي.