د بدخشان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ په خواجه ملاساحه کي يو لنډکروزر موټر د سړک څخه اوښتی او آمو سیند ته لوېدلی چي پر مهال ئې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خبرپاڼي په حواله چي په دغه پېښه کي د يوې ښځي په ګډون څلور کسان وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.