د افغانستان له پاره د بريتانيا ځانګړي استازي ريچارډ لينډسي په افغانستان کي د ط.. البانو له خوا د افغان خبريالانو

د افغانستان له پاره د بريتانيا ځانګړي استازي ريچارډ لينډسي په افغانستان کي د ط.. البانو له خوا د افغان خبريالانو پر نيول کېدو اندېښنه ښودلې ده او له ط.. البانو ئې غوښتي چي نيول سوي افغان خبريالان دي ژر تر ژره ازاد کړي.
هغه ويلي، چي ط‌..البان دي د افغان خبريالانو حقونو ته درناوی وکړي او نور دي د هغوی د ځوروني څخه لاس واخلي.
د ریچارډ لينډسي په خبره چي ط..البان بايد افغان خبريالانو ته د کار له پاره مسلکي او خوندي چاپیریال جوړ کړي.