د امریکا لوړپوړي پوځي چارواکي جنرال کوپر ویلي

د امریکا لوړپوړي پوځي چارواکي جنرال کوپر ویلي، افغانستان لا هم د امریکا د امنیتي ادارو د څار مهمه برخه ده او واشنګټن د وسله‌والو ډلو فعالیتونه له نژدې تعقیبوي.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چي نوموړي د امریکا کانګرس ته د وينا پر مهال ویلي، افغانستان اوس هم د هغو سیمو له ډلي دئ، چي د ترهګریزو ګواښونو له امله ورته ځانګړې پاملرنه کېږي.
کوپر زیاته کړې، امریکا د سیمه‌ییزو شریکانو په همکارۍ هڅه کوي له افغانستانه راولاړېدونکي احتمالي ګواښونه مهار او له منځه یوسي.

هغه ویلي، د سیمي امنیتي وضعیت په دوامداره توګه څارل کېږي او هر ډول خطر به په نښه سي.