د افغانستان له پاره د بريتانيا ځانګړي استازي ريچارد ليندسي ويلي چي بريتانيا د افغانستان د خلګو ملاتړ ته ژمن ده

د افغانستان له پاره د بريتانيا ځانګړي استازي ريچارد ليندسي ويلي چي بريتانيا د افغانستان د خلګو ملاتړ ته ژمن ده.
نوموړي د نوي میلادي کال په مناسبت هیله څرګنده کړې چي سږ کال به افغانانو ته سوله، امنیت او هیله راولي.
لیندسي وايي، بریتانیا د ثبات او فرصتونو ډک راتلونکي له پاره د افغانانو تر څنګ ولاړه ده. هغه تر دې وړاندي کابل ته سفر کړی او له ط..الب چارواکو سره ئې خبري کړي وې.

لیندسي ټینګار کړی چي د افغانستان بحران باید د ټول‌شموله خبرو له لاري حل سي او د ښځو او نجونو پر حقونو لګېدلي محدودیتونه باید لغوه سي.