په تېر ۲۰۲۵ ميلادي کال کي پاکستان د زيات تاوتريخوالي شاهد و چي له امله ئې نژدې څلور زره کسان وژل سوي دي. د سوېلي اسیا د ترهګرۍ په اړه په نشر سوي راپور کي ويل سوي، چي تېر کال په ټول پاکستان کي شاوخوا ۱۰۷۰ ترهګریزې پېښي ثبت سوي دي. راپورونه وايي چي تحریک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) د تاوتریخوالي زیاتېدو اصلي لامل بلل سوی او زیاتره بریدونه ئې له افغانستان سره ډيورنډ فرضي کرښي ته نژدې تر سره کړي دي.
د تروریزم نړۍوال شاخص پاکستان د نړۍ دویم تر ټولو ډېر زیانمن هیواد ګڼلی دئ. چارواکي وایي، ټي ټي پي اوس پرمختللي وسلې لري او شاوخوا ۸۵۰۰ جنګیالي ئې فعال دي.