د ط..البانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په یو تازه راپور کي ويلي، چي د روان کال په لیندۍ میاشت کي د خوراکي توکو بیې ۴.۲ سلنه لوړي سوي دي.
یادې ادارې نن (پنج شنبه) په خپره سوې اعلاميه کي ویلي چي د نرخونو دغه لوړوالي تر ډېره په غوړو، غلو دانو او سبزیجاتو کي تر سترګو کېږي، دغي ادارې د خوراکي توکو بیو د لوړېدو لاملونه نور نه دي روښانه کړي.
اعلاميه ليکي چي د غیرخوراکي توکو بیې هم ۱.۹ سلنه لوړي سوي دي، چي په کښي درمل او کالي ئې تر ټولو زیات اغېزمن سوي توکي یاد سوي دي.
په ورته وخت کي خلګ د بیو له دوامداره لوړوالي اندېښنه لري او له چارواکو غواړي چي نرخونه کنټرول او د احتکار مخه ونیسي.