د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د ط..البانو له خوا د خدیجې احمدزاده

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د ط..البانو له خوا د خدیجې احمدزاده، ناطرې رشیدي او د هغوی د یو شمېر ملګرو نیول غندلي دي او د هغوی د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه ئې کړې ده.
نوموړي ويلي، چي د ښځو نیول پرته له قانوني اسنادو او د محکمې له پرېکړي، د بشر د حقونو، اسلامي اصولو او د افغانستان د خلګو د فرهنګي ارزښتونو خلاف کار دئ او ط..البان دي د دغه کړنو څخه نور لاس واخلي.
هغه ويلي چي ط..البان په ښکاره ډول د افغان مېرمنو حقونه تر پښو لاندي کوي او د افغان مېرمنو حقونو ته درناوی نه‌کوي.