د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اعلان کړی، چي فرانسه د غزې د خلګو سره مرستي ته چمتو ده.
هغه ويلي چي د لوهاور له بندر څخه یو کښتۍ د مصر پر لور روانه سوې، چي د غزې اوسېدونکو ته د بشري مرستو لویه جوپه ورسوي.
ولسمشر مکرون د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت، د CMACGM بنسټ او د خوړو نړۍوال پروګرام هڅي ستایلي دي او له ټولو اړوندو ادارو څخه ئې مننه کړې ده، چي د غزې د اوسېدونکو سره مرستي جاري ساتي.
نوموړي زیاته کړې، فرانسه به د غزې له خلګو سره د مرستو رسولو له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.