د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت د سې شنبې په ورځ د ط..البانو له خوا

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت د سې شنبې په ورځ د ط..البانو له خوا په هرات ولايت کي د لاريون کوونکو د ځپلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
هغه ويلي، چي د خلګو د نظر څرګندولو حق باید خوندي وي په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د اساسي حقوقو او ازادۍ درناوی بايد وسي.
هغه همداراز ټینګار کړی چي د هر ډول تاوتریخوالي مسؤل کسان باید د خپلو کړنو په اړه جواب ووایي.

بلخوا، د هرات له سیمي ترلاسه سوي راپورونه ښيي، چي د اعتراضونو پر مهال یو شمېر کسان نیول سوي هم دي. د ځینو عیني شاهدانو په وینا، د لاریون پر مهال ط..البانو لاريون کوونکي وهلي او پر هغوی ئې ټکان هم کړي دي.