د پاکستان د خيبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سيمه کي د رواني ناامنۍ له امله د ځايي مشرانو جرګې د دولتي او خصوصي ښوونځيو دروازې تړلي دي.
د يادي جرګې غړو ويلي، چي زده کوونکي له ښوونځيو څخه د ناامنۍ له امله ايستل سوي او خپلو کورونو ته انتقال سوي. د هغوی په وينا په دغه سيمه کي به د امنيت د ښه کېدو تر وخته پوري دولتي او خصوصي ټولي ښوونځي تړلي وي؛ ترڅو زده کوونکو ته زیان ونه رسېږي.
د یادي سيمي اوسېدونکي له دولت څخه غوښتنه کوي، چي د دوی د امنيت د ټينګښت له پاره دي لاس په کار سي او په سيمه کي دي ناامني ختمه کړي.
بايد وويل سي چي د پاکستان په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالت کي ناامني ورځ تر بلي زياتېږي، چي د پاکستان پوځ او دولت ئې د کنټرول په برخه کي پاته راغلي دي.