د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر (يوناما) په خپل تازه راپور کي ويلي دي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر (يوناما) په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي د ۲۰۲۵ ميلادي کال په وروستيو درو مياشتو کي ۱۴ پخواني افغان سرتېري په بېلابېلو پېښو کي وژل سوي دي.
یوناما په خپل درې میاشتني راپور کي زیاتوي، چي په یادو میاشتو کي ۲۸ پخواني سرتېري هم د ط..البانو له خوا غیرقانوني او په خپل‌سري ډول نیول سوي دي.
راپور زياتوي، چي په دغه موده کي ۷ پخواني سرتېري شکنجه سوي او یا ورسره ناوړه چلند سوی دئ.

د یوناما د معلوماتو له مخي، اکثره دغه پخواني سرتېري هغه کسان دي چي تازه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه سوي وو.
ط..البانو د يوناما د دغه نشر سوي راپور په اړه تر اوسه پوري په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.