د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) وايي، چي په روان میلادي کال کي شاوخوا ۴.۲ میلیونه افغانان سرپناه ته اړتیا لري.
اوچا د خپلو وروستیو موندنو پر بنسټ خبرداری ورکړی، چي طبیعي پېښي، د کډوالو ستنېدل او اقتصادي ستونزو په افغانستان کي ياد کړکېچ نور هم زیات کړی دئ.
دغه سازمان زياتوي، چي ۸۸۱ تنو ته بېړنۍ مرستي، خوراکي توکي او د سرپناه ځای په برابرولو کي ورسره مرسته کوي؛ خو دغه هدف ته د رسېدولو له پاره ۱۶۰ ميليونه ډالرو بوديجې ته اړتيا لري.
اوچا ټینګار کړی، چي د افغانستان څو اړخیز بحرانونه چي طبيعي پېښو، جیوپولیتیکي فشارونو، اقتصادي مشکلاتو او ټولنیزو نابرابریو له امله پېښېږي، وضعیت لا خراب کړی دئ.
اوچا د نړۍوالو مرستندويانو څخه غوښتي، چي د زيانمن سوو افغانانو لاسنیوی وکړي.