د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر ( يوناما) د معلولينو د نړۍوالي ورځي په مناسبت د چهارشنبې په ورځ

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر ( يوناما) د معلولينو د نړۍوالي ورځي په مناسبت د چهارشنبې په ورځ په نشر سوي راپور کي ويلي دي، چي په افغانستان کي شاوخوا ۱.۵ ميليونه انسانان معلول دي.
په دغه راپور کي ويل سوي چي د دغو کسانو د معلول کېدو اصلي لامل په افغانستان کي اوږدې جګړې، تاوتریخوالی او ماین چاودنې دي.
دغه اداره وايي، معلول افغان ماشومان او لویان له ګڼو روغتیایي او ټولنیزو خنډونو سره مخ دي.

یوناما ټینګار کوي چي د دغو وګړو د حقوقو خوندیتوب او اړتیاوو ته باید بېړنۍ پاملرنه وسي. په دغه راپور کي دغه راز د نړۍوالو ټولنو او خيريه بسټونو څخه غوښتل سوي دي، چي د افغان معلولو کسانو سره دي مرسته وکړي او د هغوی ملاتړ دي جاري وساتي.