د تاجکستان د امنیت شورا یوې باوري سرچینې رویټرز ته ویلي، د تاجکستان د دولتي چارواکو او روسیې ترمنځ خبري رواني دي څو د مسکو د پوځي اډې یو شمېر ځواکونه د تاجکستان او افغانستان پر پوله ګډي ګزمې وکړي.
په تاجکستان کي د روسیې پوځي اډه، چي د روسیې تر ټولو لویه بهرنۍ نظامي اډه ده، د دوشنبې ښار ته نږدې موقعیت لري.
دغو سرچینو ویلي، تاجکستان هڅه کوي د افغانستان له لوري د امنیتي ګواښونو پر وړاندي خپل سرحدونه خوندي وساتي او له همدې امله ئې له روسیې د مرستي غوښتنه کړې ده.