د افغانستان له پاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دراني وايي، ط..البانو په افغانستان کي نسبي امنیت راوستلی

د افغانستان له پاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دراني وايي، ط..البانو په افغانستان کي نسبي امنیت راوستلی، خو دغه هیواد لا هم له سیاسي، اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دئ.
دراني په یوه مقاله کي ویلي، افغانستان ټول‌شموله حکومت، سیاسي مشروعیت او حساب‌ورکوونکي بنسټونه نه لري او واک تر ډېره د ط..البانو د مشر ملا هب.ت‌الله په لاس کي دئ.
نوموړي د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیزونه د افغانستان له مهمو ستونزو بللي او ټینګار ئې کړی، چي د ښځو له حقونو پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی دئ.

دراني د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه ویلي، د تحریک ط..البان پاکستان فعالیتونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ اصلي لامل دئ.
هغه وړاندیز کړی چي کابل او اسلام‌اباد دي د ترهګرۍ ضد ګډو اقداماتو، استخباراتي همکاریو او سوداګرۍ د پراختیا له پاره منظمي خبري وکړي.
د نوموړي په وینا، افغانستان یوازي په امنیت نه سي کولای دوامدار ثبات ترلاسه کړي؛ بلکي سیاسي مشارکت، اقتصادي فرصتونه او نړۍوال مشروعیت هم اړین دي.