د امریکا د میشیګان ایالت په شمال کي د ټکانو په یوه پېښه کي پنځه کسان وژل سوي او یو بل کس سخت ټپي سوی

د امریکا د میشیګان ایالت په شمال کي د ټکانو په یوه پېښه کي پنځه کسان وژل سوي او یو بل کس سخت ټپي سوی دئ.
د میشیګان پولیس وايي، پېښه د میساوکي په سیمه کي سوې او د پېښي په تړاو د ۳۹ کلن چاد هیکمن په نوم کس شکمن بلل سوی.
پولیسو د لټون پر مهال د شکمن کس موټر موندلی او وروسته ئې نوموړی له یوه بل کس سره مړ موندلی دئ.

چارواکي وايي، د پېښي د قربانیانو هویت او د ټکانو انګېزه لا نه ده معلومه او پلټني رواني دي.