د افغانستان متحده جبهې د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کي ئې د ط..البانو د استخباراتو يو غړی ويشتلی او وژلی دئ.
دغه جبهې د يادي خبرپاڼي سره د ياد وژل سوي کس ويډيو هم نشر کړې ده.
يادي جبهې ويلي چي د ظلم او ستم پر وړاندي به ئې مبارزه دوام لري.
بايد وويل سي چي ط..البانو تر اوسه پوري د افغانستان د متحده جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.