په کندهار کي د زړو بېټریو د پروسس د یوې فابریکې مسئول وایي، د ط..البانو د حکومت له لوري د سرپو پر صادراتو بندیز د دوی په ګډون لسګونه فابریکې درولي او سلګونه کارګران ئې بېکاره کړي دي.
د نوموړي په وینا، درې کاله وړاندي ئې خپله فابریکه له پاکستانه افغانستان ته راوړې او شاوخوا پنځه تر شپږ لکه امریکایي ډالره پانګونه ئې کړې ده.
هغه زیاتوي چي ۱۳۰ کسان ئې پر کار ګمارلي وو، خو اوس فابریکه بنده ده او ټول کارکوونکي بېکاره سوي دي.
د فابریکې مسئول ادعا کوي چي په افغانستان کي د دوی په څېر نژدې ۳۰ نوري فابریکي هم د همدې ستونزي له امله ولاړي دي.
د هغه په خبره، هري فابریکې لږ تر لږه درې لکه ډالره پانګونه کړې، خو د سرپو د نه پلور او نه صادراتو له امله ئې فعالیتونه درېدلي دي.
هغه وایي، دا مهال یوازي د دوی په فابریکه کي شاوخوا ۳۰۰ ټنه سرپ پاته دي چي نه ئې کورنۍ د بېټریو جوړولو فابریکې اخلي او نه هم حکومت د صادراتو اجازه ورکوي.
د نوموړي په باور د ط..البانو حکومت غواړي دا مواد یوازي په محدودو کورنیو فابریکو کي وکارول سي، خو د ده په خبره، د یوې یا دوو فابریکو د فعال ساتلو له پاره د لسګونو نورو فابریکو تړل د منلو وړ نه دي.
د فابریکې مسئول د ط..البانو د حکومته غواړي چي د اړتیا او تولید له کچي سره سم د سرپو د کاروني او صادراتو له پاره متوازنه تګلاره خپله کړي، څو هم کورنۍ اړتیاوي پوره سي او هم د نورو فابریکو د فعالیت، پانګوني او د زرګونو کسانو د کار زمینه له منځه ولاړه نه سي.
تر اوسه د ط.. البانو د حکومت اړوندو ادارو د دغو ادعاوو او شکایتونو په اړه رسمي غبرګون نه دئ څرګند کړی.