د افغانستان په چارو کي د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی آصف درانی وایي، چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ وروستیو تاوتریخوالو دواړه هیوادونه یوې حساسي مرحلې ته رسولي دي.
هغه خبرداری ورکړی، چي که روان وضعیت همداسي دوام وکړي، د دواړو لورو اړیکي به لا پسي ترینګلي سي.
هغه وايي چي په سیمه کي د ناامنۍ زیاتوالی د اندیښنې وړ دئ او د باور فضا ته زیان رسوي.
د هغه په وینا، د بېلابېلو ډلو د فعالیتونو په اړه متضاد دریځونه د دواړو هیوادونو ترمنځ واټن زیات کړی دئ.
دراني ټينګار کړی، چي د سیمي ثبات د متقابل باور، رښتیني همکارۍ او د خبرو اترو له لاري خوندي کېدای سي، او زیاته ئې کړه چي هر ډول نوي سیمهییزې اړیکي باید د ګاونډیانو مشروع اندیښنې هم په پام کي ونیسي.