د سره صلیب نړۍواله کمېټه وایي

د سره صلیب نړۍواله کمېټه وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو زیاتوالی د جدي اندیښنې وړ دئ او باید د زغم او تاوتریخوالي د کمولو له پاره هڅي وسي.
د یادي ادارې په وینا، د سیمي خلګ له اوږدې مودې راهیسي د جګړو، بې‌ځایه کېدو او بشري زیانونو له امله د زياتو ستونزو سره مخ دي او هر نوی تاوتریخوالی به د ملکي وګړو ستونزي نوري هم زیاتي کړي. سره صلیب ټینګار کړی، چي ملکي وګړي، ټپیان او نور بې‌برخي کسان باید خوندي وساتل سي او بشري مرستي باید پرته له خنډه اړمنو کسانو ته ورسېږي.
همداراز ویل سوي چي دغه اداره د دواړو هیوادونو له چارواکو سره په همغږۍ کار کوي، څو د جګړو له امله رامنځ ته سوي بشري اړتیاوي پوره کړي او دا مهال ئې پام د پولي دواړو غاړو ته پر روغتیايي مرکزونو ورټول دئ چي د نښتو د ټپیانو درملنه وکړي.