د افغان رسنیو د ملاتړ بنسټ امسو په پاکستان کي د افغان خبریالانو د نیولو پر دوام اندېښنه څرګنده کړې او د افغان خبريالانو

د افغان رسنیو د ملاتړ بنسټ امسو په پاکستان کي د افغان خبریالانو د نیولو پر دوام اندېښنه څرګنده کړې او د افغان خبريالانو د نيولو کېدو د لړۍ د درېدو غوښتنه ئې کړې.
دغه سازمان د افغان خبریال سید قاسم هاشمي د نیول کېدو په غبرګون کي د هغه د ژر خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
امسو ویلي، د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان خبریالانو پر وړاندي وروستي اقدامات د اندېښنې وړ دي او باید د خبریالانو حقونه او خوندیتوب خوندي وساتل سي. د یاد بنسټ په وینا، د هاشمي د نیول کېدو د ځای او علت په اړه معلومات نه ورکول د قانون خلاف عمل بلل کېږي.

د راپورونو له مخي، سید قاسم هاشمي د اسلام‌اباد او ایبټ‌اباد ترمنځ پر لویه لاره نیول سوی او تر اوسه ئې د ساتلو ځای نه دی څرګند سوی.
د نوموړي کورنۍ هم د هغه د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.