د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کي د منځني ختیځ پر وروستیو

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کي د منځني ختیځ پر وروستیو تحولاتو او د سیمي د امنیت پر وضعیت بحث کړی دئ.
د قطر شاهي ماڼۍ ویلي، په دې خبرو کي د تاوتریخوالي د کمولو، سیاسي حل‌لارو موندلو او د خبرو اترو له لاري د سیمي د ثبات د ټینګښت پر اړتیا ټینګار سوی دئ.
په اعلامیه کي راغلي، د امریکا ولسمشر د پاکستان او نورو اړخونو ترمنځ د منځګړیتوب په برخه کي د قطر رول مهم بللی او د اختلافاتو د حل له پاره ئې د دوحې هڅي ستایلي دي.