د المان حکومت اعلان کړی، چي د ط..البانو څلور نوي ډیپلوماتیک استازي ئې منلي او ټاکل سوې ده

د المان حکومت اعلان کړی، چي د ط..البانو څلور نوي ډیپلوماتیک استازي ئې منلي او ټاکل سوې ده، چي هغوی په نژدې ورځو کي خپلي دندي په دغه هیواد کي پیل کړي.
د دویچه‌وله د راپور له مخي، برلین دا ګام د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته لېږد بهیر د اسانه کولو له پاره اخیستی، چي د جرمي جرمونو له امله محکوم سوي او افغانستان ته به ایستل کېږي.
سره له دې، د المان چارواکي ټینګار کوي، چي دا اقدام د ط..البانو د حکومت د رسمیت پېژندلو یا له هغوی سره د اړیکو د عادي کېدو معنا نه لري.

د دې هیواد صدراعظم مخکي هم ویلي وو، چي برلین د ط..البانو له ادارې سره د اړیکو د عادي کولو پلان نه لري.
بلخوا د افغانانو یو شمېر استازو او د بشري حقونو فعالانو پر دې پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې او له نړۍوالي ټولني ئې غوښتي چي د ط..البانو د مشروعیت ورکولو له هر ډول اقدام څخه ځان وساتي.