د امریکا پوځ ویلي، د عربو په سمندر کي د یوې پوځي چورلکي له بېړنۍ ناستي وروسته د ورک سوي سمندري سرتېري د موندلو عملیات

د امریکا پوځ ویلي، د عربو په سمندر کي د یوې پوځي چورلکي له بېړنۍ ناستي وروسته د ورک سوي سمندري سرتېري د موندلو عملیات ئې پای ته رسولي دي.
د امریکا د سمندري ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په خبرپاڼه کي ویلي، د سمندري او هوايي ځواکونو له څو ورځنیو پراخو هڅو وروسته پرېکړه سوې، چي د لټون عملیات ودریږي.
دغه امريکايي سرتېری د چنګاښ په ۱۰مه هغه مهال ورک سو، کله چي د سي‌هاوک پوځي چورلکه د عربو سمندر پر اوبو بېړنۍ ناسته کولو ته اړ سوه.

په دې پېښه کي د چورلکي درې نور عمله ژغورل سوي او د امریکا د جورج اېچ ډبلیو بوش الوتکه‌لېږدوونکي بېړۍ ته لېږدول سوي وو.