د امريکا د کالیفورنیا ایالت په سنخوزه ښار کي د یوه لوی سوداګریز مرکز دننه ټکان سوي چي له امله ئې دوه کسان ټپیان سوي دي.
د سي بي ايس نيوز شبکې د شنبې په ورځ راپور ورکړی چي پېښه د ویستفیلد ولی فیر شاپینګ سنتر کي رامنځ ته سوې او ټپیان روغتون ته انتقال سوي دي.
د دغه ښار پوليس وايي، د پېښي انګیزه او عامل لا نه دئ روښانه او پلټني رواني دي.
بايد وويل سي چي دوې ورځي وړاندي هم په واشنګټن کي د ملي ګارډ دوه تنه غړي په يوه وسله وال بريد کي وژل سوي وو، چي په تور ئې يو افغان کډوال نيول سوی و.