اروپايي اتحادیې د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي په افغانستان کي د نجونو او ښځو پر زده‌کړو ټینګار کړی

اروپايي اتحادیې د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي په افغانستان کي د نجونو او ښځو پر زده‌کړو ټینګار کړی، او ویلي ئې دي چي زده کړي د ټولو افغانانو له پاره لازمي دي.
دغه اتحاديې ويلي یوازي ښوونه او روزنه کولای سي راتلونکی له تشدد او تاوتریخوالي پاک کړي.
اروپايي اتحادیه دا څرګندوني په داسي مهال کړي، چي ط..البانو له تېرو څلورو کلونو راهیسي نجوني له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه پرېږدي، او د هغوی د زده‌کړو حق ئې ورڅخه اخیستی دئ.

په ورته مهال، بيا ملګرو ملتونو راپور ورکړی چي د افغانستان پر ښځو د تاوتریخوالي کچه په تېرو دوو کلونو کي ۴۰ سلنه لوړه سوې ده.