د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چي په ټول توان هڅه کوي، چي د ايران څخه د يورانيمو زېرمي تر لاسه کړي. د هغه په خبره چي په هر ډول کېږي د ايران څخه د يورانيمو زېرمي اخلي.
ټرمپ ايران ته خبرداری ورکړی، که خبري ناکامه سي؛ په هغه صورت کي به يادي زېرمي د ايران څخه په زور تر لاسه کوي.
دا څرګندوني په داسي حال کي کېږي چي په وروستیو ورځو کي د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړي درامنځ ته کېدو خبر ورکول سوی، خو لا هم د غني سوو یورانیمو موضوع د دواړو لورو ترمنځ له مهمو او ستونزمنو بحثونو څخه بلل کېږي.
د راپورونو له مخي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو بهیر دوام لري، خو د اټومي پروګرام د محدودولو او د یورانیمو د زېرمو د برخلیک په اړه لا هم روښانه توافق نه دئ رامنځ ته سوی.