محمدباقر قالیباف د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تورن کړی

محمدباقر قالیباف د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تورن کړی، چي د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړي په اړه ناسم معلومات خپروي.
قالیباف د شنبې په ورځ پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چي د امریکا ولسمشر په لنډ وخت کي څو ادعاوي کړي؛ خو د ده په وینا ټولي ناسمي دي.
هغه زیاتوي چي امریکا په جګړه کي بریالۍ سوې نه ده او په خبرو اترو کي به هم کومي پایلي ته ونه رسېږي.

د ایران د پارلمان رئیس خبرداری ورکړی، چي که فشارونه او بندیزونه دوام وکړي، نو د هرمز تنګي به پرانیستی پاته نه سي.
د هغه په خبره، په دې مهمه سمندري لار کي به تګ راتګ یوازي د ټاکل سوي لاري او د ایران په اجازه ترسره کېږي.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر په وروستیو څرګندونو کي ویلي و، چي د دواړو هيوادونو استازي د ایران د غني سوو یورانیمو د ایستلو په برخه کي د همکارۍ له پاره چمتو دي.

هغه ادعا کړې، چي تهران چمتو دئ خپل اټومي پروګرام وځنډوي او د احتمالي تړون ډېری شرطونه نژدې بشپړ سوي دي.
خو ایراني چارواکي دا څرګندوني ردوي او ټینګار کوي، چي د دې ډول موافقې په اړه تر اوسه کوم رسمي توافق نه دئ سوی.