د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يکشنبې په ورځ ويلي، چي اسرائیل د متحده ایالاتو له پاره لوی متحد دئ. د هغه په خبره چي دغه هيواد په جنګي حالاتو کي زړور او بریالی عمل کوي.
ټرمپ دغه راز ويلي ((که خلګ اسرائیل خوښوي یا نه، دغه هيواد ثابته کړې، چي د متحده ایالاتو له پاره لوی متحد او زړور هيواد دئ.))
نوموړي دغه راز د امريکا او اسرائیلو پر ښه دوستۍ او ګډي همکارۍ ټينګار کړی او په خبره ئې چي امريکا او اسرائیل به نور هم ګډو موخو ته کار وکړي.