د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یکشنبې په ورځ ويلي چي هېڅ څوک حق نه لري چي ایران له خپلو اټومي حقونو محروم کړي ((ټرمپ

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یکشنبې په ورځ ويلي چي هېڅ څوک حق نه لري چي ایران له خپلو اټومي حقونو محروم کړي ((ټرمپ وايي ایران باید له خپلو اټومي حقونو استفاده ونه کړي، خو دا نه وایي چي په کوم جرم؟ هغه څوک دئ چي یو ملت له خپلو قانوني حقونو څخه محرومه کوي؟»
پزشکیان دغه راز زیاتوي چي د انساني اصولو له مخي باید ټول خلګ، پرته له دین، مذهب، نژاد او قوم څخه، له خپلو مشروع حقونو برخمن وي. هغه زیاته کړه چي ایران د نړۍوال نظام په چوکاټ کي د عدالت او انصاف غوښتونکی دئ.
هغه همدارنګه د وروستیو شخړو په اړه ويلي، چي ایران د جګړې د پراخولو نیت نه لري او اوس يوازي د خپل ځان مشروع دفاع کوي او د کوم لوري پر ضد د برید نیت نه لري.

بايد وويل سي، چي د تهران او واشنګټن ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه لا هم ژور اختلافات لري. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا بیا ټینګار کړی چي ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي.