د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چي متحده ایالات لا هم د ایران د احتمالي هوکړې په اړه د جواب په تمه دي، خو که خبري بېپایلي پای ته ورسېږي؛ نو واشنګټن به په هرمز تنګي کي نوي عملیات پیل کړي.
ټرمپ ويلي چي امریکا د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کي بدیل پلانونه هم چمتو کړي دي.
هغه د دغو احتمالي عملیاتو د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ټینګار ئې کړی، چي واشنګټن به د سیمي د امنیت او نړۍوالي سوداګرۍ د خوندي ساتلو له پاره لازم اقدامات وکړي.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو ګڼل کېږي، چي د نړۍوالي انرژۍ د لېږد لویه برخه ورڅخه تېريږي.