قطر له امریکا غوښتنه کړې چي په ایس سیلیه کمپ کي مېشت افغان پناه‌غوښتونکي دي د روان ميلادي کال تر سپټمبر مياشتي پوري

قطر له امریکا غوښتنه کړې چي په ایس سیلیه کمپ کي مېشت افغان پناه‌غوښتونکي دي د روان ميلادي کال تر سپټمبر مياشتي پوري نورو هیوادونو ته انتقال کړي.
قطر هڅه کوي، چي په خپل هيواد کي د نورو افغان پناه غوښتونکو موقت کمپونه وتړي؛ ترڅو دغه هيواد ته د نوو افغان کډوالو د لېږد مخه ونيسي.
د راپورونو له مخي، دا مهال تر زر ډېر افغانان په دغه کمپ کي اوسېږي، چې په ۲۰۲۱ کال کي له افغانستانه ایستل سوي وو، چي تر ارزوني وروسته به امریکا ته انتقال سي.

دوحې ویلي، د افغان کډوالو اوسنی حضور باید لنډمهالی وي او د هغوی د راتلونکي په اړه دي امريکا ژر پرېکړه وکړي.
ایس سیلیه کمپ د ۲۰۲۱ کال د تخلیې پر مهال د افغانانو د موقتي استوګني او ارزوني له پاره کارول کېدئ.