د امریکا حکومت په کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کي د ایبولا ویروس د خپرېدو له امله خپلو وګړو ته د سفر نوي محدودیتونه اعلان کړي دي.
د دغو مقرراتو له مخي، هغه کسان چي له کانګو څخه امریکا ته ځي، باید تر سفر مخکي لږ تر لږه ۲۱ ورځي په بل هیواد کي پاته سي او بیا امریکا ته ولاړ سي.
دا پرېکړه په داسي حال کي سوې چي د کانګو د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخي، په دغه هیواد کي د ایبولا د ثبت سوو مثبتو پېښو شمېر ۱۹۲۶ ته او د مړو شمېر ۷۰۲ ته رسېدلی دئ.
روغتیايي چارواکي وایي، دغه ناروغي اوس د پلازمېني کینشاسا نژدې سیمو ته هم غځېدلې او که د مخنیوي له پاره ئې جدي ګامونه وانخیستل سي، د لا پراخېدو اندېښنه ئې سته.