د اروپا رسنيو راپور ورکړی، چي د جون میاشتي په وروستیو کي د لوېدیځي اروپا د بېساري ګرمۍ څپې له امله له ۱۰ زرو څخه ډېرو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي ډېری قربانیان ئې د لوړ عمر لرونکي کسان دي.
د خپرو سوو معلوماتو له مخي، په قربانيانو کي تر ۹ زرو ډېری هغه کسانو دي چي عمرونه ئې ۶۵ کاله یا تر دې زیات وو.
دا شمېرې د یورو مومو ادارې له لوري خپرې سوي دي. دغه بنسټ د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول اروپایي مرکز او د روغتیا نړۍوال سازمان په ملاتړ د مړینو احصایې څاري.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چي د اقلیم بدلون له امله د سختي ګرمۍ څپې په اروپا کي مخ پر زیاتېدو دي او دا وضعیت په ځانګړي ډول د زړو او روغتیايي ستونزو لرونکو کسانو له پاره جدي ګواښ بلل کېږي.