د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کي ښځي او نجوني لا هم د بشري ناورین تر ټولو زیات زیان ویني.
دغه سازمان ويلي، چي په ۲۰۲۶ ميلادي کال کي به له ۱۰.۷ میلیونو ډېري ښځي او نجوني بشري مرستو ته اړتیا ولري.
اوچا په خپل تازه راپور کي ویلي، د روغتیا په برخه کي د ښځینه کارکوونکو کمښت، د بوديجې کموالی او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د مېندو د روغتیايي پاملرني پر نظام سخت فشار راوستلی دئ.

د راپور له مخي، دغه وضعیت د مېندو او نوي زېږېدلو ماشومانو د مړیني د زیاتېدو په اړه اندېښنې هم ډېري کړي دي.