د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن د ترهګریزو بریدونو پر وړاندي د پاکستان د ځاندفاع له حق څخه ملاتړ کوي.
د دغه وزارت په وینا، امریکا د ترهګرۍ پر ضد مبارزه مهمه ګڼي او په دې برخه کي له خپلو شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.
دا څرګندوني پر داسي مهال کېږي، چي پاکستان په وروستیو څو کلونو کي لږ تر لږه ۱۳ ځله د افغانستان دننه هوايي او پوځي بریدونه کړي دي.
د دغو بریدونو له امله ملکي مرګژوبله هم اوښتې او د کابل او اسلاماباد ترمنځ ئې سیاسي او امنیتي کړکېچ لا زیات کړی دئ.