د امریکا د هوايي ځواک شپږ ستراتیژیکي B-52 بم غورځونکي الوتکي، چي مخکي ئې د ایران پر ضد په امریکايي بریدونو کي برخه اخیستې وه، خپله ماموریت پای ته رسولی او د بریتانیا له فرفورډ هوايي اډې څخه وتلي دي.
د «وار زون» د راپور له مخي، دغه الوتکي د چهارشنبې په ورځ د یادي اډې څخه وتلي. راپور ټینګار کوي چي د دغو الوتکو وتل د دې معنا نه لري چي امریکا نور د ایران پر وړاندي د نوي پوځي اقدام وړتیا نه لري.
په راپور کي ويل سوي، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم کولای سي د اړتیا په صورت کي دB-52 ، B-2 او B-1 الوتکو په وسیله، چي له امریکا څخه الوتني کوي، د ایران پر ضد د نوو بریدونو امر صادر کړي.
امريکا دا پرېکړه پر داسي مهال کړې، چي د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري، ویلي د دوحې په مذاکراتو کي د ایران او امریکا ترمنځ مثبت پرمختګ سوی، چي ښايي د دواړو هیوادونو د اړیکو په بهیر کي نوی بدلون رامنځته کړي.