د امریکا د جګړې وزارت اعلان کړی

د امریکا د جګړې وزارت اعلان کړی، چي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال د وتلو په اړه به یوه نوې او مفصله ارزونه په راتلونکو درو میاشتو کي خپره کړي.
ياد وزارت ويلي، چي په دغه ارزونه کي به د سلګونو امريکايي سرتېرو او لوړ پوړو پوځيانو مرکې او شواهد شامل وي.
پنټاګون وايي، چي دا ځل به هڅه وسي چي نه یوازي د تېروتنو یادونه وسي، بلکي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو د پرېکړي اصلي مسئولين به هم روښانه کړي.

تر دې مخکي په خپرو سوو پلټنو کي د امريکا د وتلو په بهیر کي نیمګړتیاوي ښودل سوي وې، خو د مشخصو کسانو نومونه په کښي نه‌وو یاد سوي، چي نوې ارزونه به د همدې تشي د ډکولو هڅه وکړي.
د یادوني وړ ده، چي د بایډن ادارې تل له دې پرېکړي دفاع کړې او ویلي ئې دي چي دا اقدام ئې د امریکا اوږده جګړه پای ته ورسول.