د امريکا د عدليې وزارت يو فعال پوځي سرتېرى، ګنون کن ونډایک، نيولی دئ.
نوموړی تورن دئ چي د محرم معلوماتو څخه ئې د شخصي ګټي له پاره استفاده کړې ده.
د راپورونو له مخي هغه د ونزوئلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د واک پرېښودو په اړه مخکي د رسمي اعلان څخه شرط ايښی و.
ويل کېږي، هغه په يو انلاين ويب سايټ کي ۳۲ زره ډالره لګولي او له دې لارې ئې تر ۴۰۰ زرو ډالرو زياته ګټه ترلاسه کړې ده.
څېړنې ښيي چي نوموړي خپلي پيسې وروسته يوې بهرنۍ ډيجېټلي بټوې ته انتقال کړي، څو د پيسو اصلي سرچينه پټه وساتي.
چارواکي دا کار ناقانونه او د دولتي رازونو څخه ناوړه ګټه اخيستنه بولي.
هغه اوس له څو تورونو سره مخ دئ، لکه درغلي، غلا او د محرم معلوماتو کارول. ويل کېږي، د هغه وروستۍ شرط د عملياتو څخه څو ساعته مخکي سوی و.
دغه قضيه وروسته له هغې رابرسېره سوه چي انلاين سايټ د هغه د شکمنو فعاليتونه راپور امنيتي ادارو ته ورکړ.