د امریکا د سيایاې پخوانۍ ماموري سارا اډمز ویلي چي د ط..البانو له لوري د داع.ش خراسان پر ضد د ترسره سوو عملیاتو په اړه خپرې سوي ادعاوي د خپلواکو شواهدو له لاري نه دي ثابتي سوي.
هغې ويلي، چي نړۍوالي رسنۍ باید دا ډول ادعاوي له جدي څېړنيو او تایید پرته د حقیقت په توګه خپرې نه کړي.
اډمز ادعا کوي، چي د بلوچستان د ګلستان په سیمه کي وروستی برید د داع.ش پر مرکز نه، بلکي د یوه افغان سوداګر اړوندو تجارتي توکو ته زیان رسولی او له داع.ش سره ئې روښانه تړاو نه دئ موندل سوی.
نوموړي همداراز ویلي چي د خیبر پښتونخوا په اړه د ط..البانو ورته ادعاوي هم تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید سوي.
هغې زیاته کړې، چي د ترهګرۍ ضد عملیاتو او امنیتي پېښو په اړه راپورونه باید د بېطرفه او کره شواهدو پر بنسټ چمتو سي، څو د معلوماتي جګړې او تبلیغاتو د خپرېدو مخه ونیول سي.