د پروان څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د پروان څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د جمهوري نظام پر مهال د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دريم کنډک د ټولۍ قوماندان حشمت الله څلور ورځي وړاندي د دغه ولايت د جبل سراج څخه تښتول سوی و، چي جسد ئې نن د جمعې په ورځ په کاپيسا کي موندل سوی دئ‌.
د سرچينې په وينا چي حشمت الله په خپل ځمکه کي په کار بوخت و، چي نادرکه سوی و او جسد ئې نن موندل سوی.
سرچينه زياتوي، چي د حشمت الله پر وجود د شکنجې نښي ښکاري او سترګي ئې هم ورڅخه کښل سوي دي.

تراوسه ط..البانو د ياد پخواني نظامي د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ويلي.