د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چي د دې هیواد فدرالي پولیسو (اېف بي ای) پنځه کسان د یوې احتمالي حملې د پلان جوړولو

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چي د دې هیواد فدرالي پولیسو (اېف بي ای) پنځه کسان د یوې احتمالي حملې د پلان جوړولو او د لوړپوړو چارواکو د ترور د دسیسې په تړاو نیولي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کي راغلي، چي یادو کسانو غوښتل د سپیني ماڼۍ په انګړ کي د یو ایف سي رزمي سیالیو پر مهال برید ترسره کړي.
دغه ورزشي پروګرام د تېري یکشنبې په ورځ جوړ سوی و.

چارواکي وایي، شکمن کسان د اوهایو، میسوري، نبراسکا او کالیفورنیا ایالتونو څخه نیول سوي او په اړه ئې پلټني رواني دي.