د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، چي د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کي د مسکو د نفتو یوه مهمه تصفیه‌خونه

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، چي د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کي د مسکو د نفتو یوه مهمه تصفیه‌خونه، چي د ګازپروم شرکت پوري اړه لري، زیانمنه سوې ده.
د راپورونو له مخي، دغه برید د سې‌شنبې په شپه ترسره سوی او د تصفیې خوني ځیني برخي ئې زیانمني کړي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم د ياد برید پخلی کړی دئ.

د مسکو دا تصفیه‌خونه د روسیې د مرکز تر ټولو لویه د نفتو د پروسس فابریکه ګڼل کېږي. اوکراین د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسي د روسیې پر انرژۍ او نفتي تاسیساتو خپل ډرون بریدونه زیات کړي.