د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) پخوانۍ کارکوونکي سارا اډمز خبرداری ورکړی

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) پخوانۍ کارکوونکي سارا اډمز خبرداری ورکړی، چي په افغانستان کي د داع.ش د خراسان څانګي جنګیالي درې برابره زیات سوي او د دې ډلي فعالیتونه لا هم د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي.
اډمز ويلي چي د داع.ش د بیا پیاوړتیا نښي باید جدي وڅارل سي. هغې د دغي ډلي د جنګیالیو د شمېر په اړه کره معلومات نه‌دي وړاندي کړي.
بلخوا بيا ط..البان وايي، چي په افغانستان کي ئې د داع.ش پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړی او دغه ډله ئې سخته کمزورې کړې ده. د طالبانو په وینا، داع.ش اوس په دغه هیواد کي د پراخو فعالیتونو توان نه‌لري.