د هلمند ولايت مقام د ط.. البانو د مطبوعاتي دفتر څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د هلمند ولايت مقام د ط.. البانو د مطبوعاتي دفتر څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د تېري اوونۍ په جريان کي ئې د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار او ګرمسېر ولسوالۍ کي ۴.۵ ټنه قاچاقي توکي نيولي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په نيول سوو توکو کي انساني او حيواني درمل شامل دي.
بايد وويل سي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو لارو د تړل کېدو له امله دواړه لورو ته توکي په قاچاقي ډول لېږدول کېږي.

سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغو توکو لېږد د دواړو لورو د امنيتي چارواکو په رضا تر سره کېږي.