د امریکا د منځمهالو ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي، چي ډیموکرات ګوند د کانګرس د سنا او استازو مجلسونو اکثریت ترلاسه کړی

د امریکا د منځمهالو ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي، چي ډیموکرات ګوند د کانګرس د سنا او استازو مجلسونو اکثریت ترلاسه کړی دئ.
د راپورونو له مخي، ډیموکراتانو په سنا مجلس کي د اکثریت له پاره اړیني ۵۱ چوکۍ ترلاسه کړي.
د استازو په مجلس کي هم ډیموکرات ګوند د چوکیو په ترلاسه کولو کي مخکي سوی او د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخي، دغه ګوند په دواړو مجلسونو کي اکثریت ترلاسه کړی دئ. د رایو شمېرنه لا هم روانه ده.

د دې پایلو له مخي، د کانګرس په دواړو مجلسونو کي د ډیموکراتانو واک به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سیاسي او حکومتي تګلارو اغېز وکړي او نوموړی به د خپلو پلانونو د عملي کولو له پاره د کانګرس له زیات محدودیت سره مخ سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *